په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه وايي دوی په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنې لپاره اړین شواهد نه لري. ددغه محکمې رییسه هیئت وایي، سره له دې چې څارنواله یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ارزولو غوښتنه کوي خو په دې اړه موجود شواهد کافي نه دي. دغه محکمې ویلي له همدې امله یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړنې ته اجازه نه ده ورکړې. د جرمونو د نړیوالې محکمې یوې څارنوالې فاتو بنسوډا دوه کاله وړاندې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د تېرې اتلس کلنې جګړې جنایتونه او بشري زیانونه و څېړل شي. وروسته دغه محکمې د لا ډېرو څېړنو اجازه ور نه کړه او د بنسوډا کار د امریکا له مخالفت سره مخ شو. اوس یادې محکمې ویلي چې د وړاندې کړل شوو، شواهدو او اسنادو صحت تر شک لاندې دی نو ځکه یې د جنګي جنایتونو د څېړنې مخنیوی کړی دی.



































