د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران عوایدو کې د روان کړکېچن کمښت په دوام سره ښايي تهران افغان کډوال خپل هېواد ته واستوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي، اوسمهال په ایران کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال شته دي چې دوه میلیونه یې په کار بوخت دي او هر کال درې تر پنځو میلیاردو یورو له ایران بهر ته وځي. د دغه ایراني چارواکي په وینا، په کور د ننه بې ځایه شوي ایرانیان هم اته میلیارده ډالر لګښت لري. که بندیزونه دوام وکړي او ایران د تېلو پېر او پلور صفر ته ورسېږي، نو مجبور دي د خپل اقتصاد لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي او په همدې لړ کې به افغان کډوال هم ایستل کېږي