د پوهنې وزیر د ایسیسکو په درېیمه فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی دی. د پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې محمد میرویس بلخي به د ایسیسکو په فوق العاده غونډه کې ګډون کوي چې په دې غونډه کې به ددغه سازمان نوی عمومي مدیر هم معرفي کېږي. په دې غونډه کې به همدا راز د ایسیسکو د غړو هېوادونو لپاره پر نوو پلانونو او فعالیتونو هم بحثونه کېږي. ډاکټر میرویس بلخي د افغانستان په استازیتوب په دغه غونډه کې ګډون کوي. نوموړی به هلته د افغانستان د فرهنګ او پوهنې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کوي او پر نوو پرمختګونو به بحث وکړي.



































