د هېواد د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت له ایرانه غوښتنه کړې چې د کډوالو مسئله دې نه سیاسي کوي او په ډله ییز ډول دې افغانستان ته د افغان کډوالو له ستنولو څخه ډډه وکړي. د یاد وزارت ویاند محمد رضا باهر ویلي، د کډوالو مسئله یوه بشري مسئله ده او باید په همدې بڼه ورسره چلند وشي. نوموړی د کډوالو د راستنېدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي چې د امریکا د بندیزونو له امله ممکن میلیونونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي. عراقچي زیاته کړې چې همدا اوس درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي او که چېرته ورباندې د امریکا لخوا بندیزونه ډېر کړل شي نو دوی به په ډله ییزه توګه دا کډوال له خپلې خاورې وباسي.