د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي پییر مایدون ویلي دوی په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي. دده په وینا په دغه خبرو کې باید ټول افغانان شامل وي او ښځې د افغان ټولنې د یوې برخې په توګه باید ارو مرو په مذاکراتو کې برخه واخلي. نوموړي زیاته کړې اروپايي ټولنه د سولې له خبرو ملاتړ کوي خو دغه خبرې باید د تېرو اتلسو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او وده ورکړي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان جګړه د خبرو له لارې د پای ته رسېدو وړ ده او دوی له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د روانو مذاکراتو ملاتړ کوي.



































