افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې د عملیاتو پر مهال څلور ملکي وګړي وژلي دي. ځايي خلک وايي چې افغان ځانګړو ځواکونو دغې ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د دوو ښوونکو په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې په ټپي حالت کې له ځانه سره وړي دي. سيمه ييز چارواکي د عملياتو پخلی کوي خو زیاتوي چې په پېښه کې د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څېړنې روانې دي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼى هم تاييدوي چې چپرهار کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي او مرګ ژوبله هم لري، خو په اړه يې ډېر جزيات نه دي ورکړي.




































