د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، راتلونکې درې واړه ټاکنې به په انلاین بڼه ترسره شي او په کم وخت کې به یې لومړنۍ پایلې له خلکو سره شریکې کړل شي. د یاد کمیسیون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات وایي، په انلاین بڼه د رایو استعمال اسانه دی او د درغلیو مخه به هم ونیسي. سادات زیاته کړې، چمتوالی نیول شوی دی او کمیسیون هڅه کوي له یوې ملي او یا نړیوالې کمپنۍ سره داسې قرارداد لاسلیک کړي چې د ټاکنو په ورځ ټول افغانستان ته انټرنیټ ورکړي. ټاکل شوې چې د را روانې تلې میاشتې په شپږمه، د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو او دغه راز د غزني د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره شي. یاد کمیسیون په داسې حال کې ټاکنو ته د چمتوالي خبره کوي چې تر اوسه ډېری ولایتونه ولایتي رییسان نه لري.




































