د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان کشالې یوازینی حل سیاسي ډیالوګ دی او جګړه په هیڅ صورت ستونزې نه شي حل کولی. د یاد وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، پاکستان تل د افغان ستونزې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او اوس بیا هم وایي چې په جګړو وطنونه نه جوړېږي او د حل یوازینۍ لار سیاسي ډیالوګ او خبرې اترې دي. هغه زیاته کړې، هېواد یې وړاندې تر دې هم د افغان کشالې د سوله ییز حل هڅه کړې ده او اوس یې هم کوي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د روانې اوونۍ په لړ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ولسمشر غني سره پر ټلفون خبرې کړې وې او په افغان سوله کې یې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی وو او په همدې تړاو یې د لا ډېرو خبرو لپاره اسلام اباد ته د ورتګ بلنه ورکړې وه چې ولسمشر هم منلې ده.



































