د سي ان ان د خبر له مخې د امریکا د متقاعدو عسکرو ستره ډله له ولسمشر ټرمپ غواړي چې د افغانستان او سوریې په مورد کي پر خپلو کړو ژمنو وفا وکړي، او امریکايي عسکر ژر له دغه هيوادونو راوباسي.
دا متقاعد عسکر چې د امریکا د میلیاردر ښاغلي کوک له خوا تمویلېږي، وايي چي ټرمپ وعده کړې وه چي:«ستر ملتونه په ابدي جنګونو کي ځان نه بندوي.» د متقاعدو عسکرو دا ډله به د جمهورریس ټرمپ همدا خبره په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه تبلیغ کړي، پدې پروپاګند او تبلیغاتي کمپاين کې به په میليونو ډالر ولګول شي ،سي این این به تر ټولو زيات دغه کمپاين ته تبليغاتي پوښښ ورکړي.
د دې کمپاين یو ناظم وايي،«دا به یو پراخ تبلیغاتي کمپاين وي. دا به په امریکا کي یو سرتاسري کمپاين وي. موږ به په واشنګټن کي زیات فعالیت وکړو، او په ټول هیواد کې به خپل پلویان بسیج او منظم کړو.» دا تبلیغاتي کمپاين به په فیسبوک، ټویټر، ګوګل او نورو ټولنيزو رسنيو هم ښه پراخ خپور کړو ،نوموړی دغه راز وايي کانګرس کې به لابي وکړو او په ټوله امریکا کي به د عامه پوهاوي لپاره مجلسونه او جلسې جوړې کړو تر څو امريکا له دغه سترې بې ګټې جګړې را وباسو.



































