د دایکنډي ولایت په نومېش ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د ماین چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د نومېش ولسوال حاجي بال خان وايي چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې ده. چاودنه د نومیش مشترک بازار ته څېرمه هغه مهال چې یاد مسافر وړونکی موټر له نومېشه کندهار ښار ته پر لاره و. د نومېش ولسوال وايي چې په دې چاودنه کې اوو مسافر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. سیمیز چارواکي وايي، چې د دې پېښې قربانیان او ټپیان د یاد ولایت د نومېش او کالوی خدیر ولسوالیو اوسېدونکي دي. د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.



































