په فاریاب ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه د یاد ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په چهارشان غو سیمه کې رامنځته شوې ده. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش وویل، چې یادو ماشومانو په سیمه کې څاروي څارل چې ماین چاودنه پرې شوې ده. هغه وویل، د قرباني شوو ماشامونو عمرونه له ۸ څخه تر ۱۲ کلونو پوري دي. یورش وویل، چې د ټپي شوو ماشومانو روغتیايي حالت نازک دی.د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکی حضرت شاه وايي، چې په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو نښتو له امله هره ورځ خلک ژوند له لاسه ورکوي.



































