ولسمشر غني نن غرمه د عیدګاه جامع جومات پرانیست او د جمعې لمونځ یې هم په کې ادا کړ.غني جوړو شویو مراسمو کې وویل، د خدای د کور درناوی زموږ د ایمان برخه ده او د اسلامي هیواد په توګه جوماتونو ته توجه سلیقوي او انتخاب نه، بلکې د دولت مسوولیت دی. هغه زیاته کړه، دا د دولت، ملت او اسلامي ټولنې طبیعي او زنځیري اړیکه ده او راتلونکي مسوولین باید ورته لا زیاته توجه وکړي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د دښمنانو له لوري په تروریستي پېښه کې د عیدګاه جومات له تخریب وروسته زما ټینګه اراده دا وه چې په اساسي توګه جوړ او راتلونکو نسلونو ته یوه هدیه وي. غني څرګنده کړه، له بالاحصار نیولې تر جشن سیمې پورې تاریخي سیمه به اساسي ورغاول شي. د پلازمېنې په توګه به کابل ښار د هر اړخیزو امکاناتو لرونکی وي او جوماتونه به یې داسې جوړ شي چې راتلونکي نسلونه ورباندې وویاړي.



































