یوه امریکایي چارواکي ویلي ټاکل شوې د هغو پیسو یوه برخه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د مکسیکو سره پر پوله د دیوال په جوړولو لگوي د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د ځانگړو شویو پیسو نه برابرې شي. دغه څرگندونې وروسته له هغې شوي چې د امریکا د دفاع وزارت ددغه دیوال د جوړولو لپاره ١،٥ میلیارد ډالر بودجه تصویب کړه. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پټریک شاناهان، په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه بودجه د ذخیره شویو پیسو او هغو بدلونونو په گډون چې په مالي اړتیاو کې رامنځ ته شوې، د مختلفو منابعو نه تامین شوې ده. یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې ددې بودجې د تمویل لپاره ۶۰۴ میلیونه ډالر د هغو پیسو نه اخیستل شوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ځانګړې شوې وې. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني وویل چې د امریکا د مرستو د بندیدو په صورت کې به د افغانستان امنیتي ځواکونه له شپږ میاشتو زیات دوام ونکړي.



































