د هرات ولایت فارسي ولسوالي چې نسبتآ امنه بلل کېږي له تېرو څو ورځو راهیسې د سختو جګړو شاهده ده. ځایي اوسېدونکي وايي، د جګړو له امله عام خلک له جدي ستونزو سره مخ دي. د هرات ولایتي شورا خبرداری وکړی چې که د دې ولسوالۍ امنیتي وضیعت ته پام ونشي، نو بشري ناورین به رامنځ ته شي. په ورته مهال د زابل ولایت اوسېدونکي وايي، چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له زیاتېدو سره هممهاله ځايي خلک له جدي ستونزو سره مخ دي، او دواړه لوري د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام نه کوي. د دې ولایت اوسېدونکي وايي په جګړه کې یوازې ملکي وګړي وژل کېږي. ځکه په وینا یې دواړه لوري په هغو سیمو کې جګړه کوي چې ملکي وګړي پکې مېشت دي. د یادو ولایتونو امنیتي مسوولین بیا په دې برخه کې د خلکو اندېښنې بیځایه بولي، او وايي د مخالفینو پرضد عملیات پیل شوي دي.




































