د خوست ولایت اوسېدونکي وايي له دې ولایت سره د ولسمشر له لوري شوې ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي، او د خلکو له غوښتنې سره سره لا هم نه دي عملي شوي. د خوست ولایت اوسېدونکي وايي ولسمشر ژمنه کړې وه چې د دې ولایت د مرکز سربېره به ولسوالیو ته برېښنا رسیږي خو خلک وايي اوسمهال خوست ښار هم کافي برېښنا نه لري. دوی وايي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې خوست ته د برېښنا د مزو تر غځولو پورې به دوی ته لمریزه برېښنا ورکول کېږي خو وايي دغه ژمنه هم نه ده عملي شوې. د خوست اوسېدونکي وايي د برېښنا د کمښت له امله په دې ولایت کې د تولیدي توکو ډیری کارخونې چې تازه جوړې شوې وې له کاره پاتې دي. دخوست والي حلیم فدايي هم په دې ولایت کې د برېښنا دکمښت ستونزه مني خو وايي هڅه کیږي چې د دې ولایت د اوسېدونکو دغه ستونزه ژر تر ژره حل شي. نوموړی وايي په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې ۱۵ زره کورنۍ د برېښنا له ګټو برخمنې شي.




































