د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د ایران د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دوی له هېڅ هېواد د کډوالو د اجباري ستنولو پلویان نه دي. دده په خبره افغان کډوال حق لري چې پخپله خوښه هېواد ته ستانه شي او ستنولو ته ددوی اړ ایستل غیر قانوني چلند دی. بلخي زیاته کړې، دوی به هغه کډوالو ته ښه راغلاست وایي چې پخپله خوښه هېواد ته ستنېږي. نوموړي دا هم ویلي چې په هېواد کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو په لټه کې دي. دده په خبره تېر کال تر ۷۰۰ زره پورې افغان کډوال له ایران خپل هېواد ته راستانه شي دي.