د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دره صوف پایان ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې او له امله یې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي. د والي ویاند صدیق عزیزي ویلي چې یاد هاوان د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو لخوا د یوه سیمه ییز پاڅونوال پر کور لګېدلی دی. نوموړي زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي. په ورته وخت کې د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي وایي په دې ولایت کې وروستیو ناامنیو د خلکو ژوند له ګڼو ګواښونو سره مخ کړی دی.




































