د امریکا ددفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهان ویلي د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ نوې تګلاره بریالۍ ده او دا به ددې سبب شي چې افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راولي. دده په وینا امریکا په همهاله توګه په افغانستان کې د جګړې او مذاکراتو سیاست پرمخ وړي او موخه یې دا ده، چې له هرې ممکنې لارې پر طالبانو او نورو ډلو فشار زیات کړي. هغه د افغان سولې په برخه کې د پاکستان رول هم مهم بللی دی. دده په خبره پاکستان ته په کار ده، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او دغه هېواد ته د سولې په راوستلو کې ګټور رول ولوبوي.




































