دوشنبه, اگست 3, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کرنې وزارت لوړ پوړی پلاوی مالدووا ته ولاړ

    بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

    بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوی او پنځه نور ټپيان دي

    خوست کې څه باندې دوه زره کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کرنې وزارت لوړ پوړی پلاوی مالدووا ته ولاړ

    بامیانو کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر پنځه برابره زیات شوی

    بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوی او پنځه نور ټپيان دي

    خوست کې څه باندې دوه زره کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

افغان پوځ ته ځانګړې شوې پیسې د مکسیکو او امریکا ترمنځ پر ديوال لګول کېږي

مې 12, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې په افغانستان کې روانې جګړې شدت موندلی او افغان پوځ جدي مالي مرستو ته اړتیا لري، خو امریکا له  افغان پوځ سره مرسته شوې پیسې پر خپلو چارو لګوي. د امریکا د دفاع وزارت په تازه اقدام کې له مکسیکو سره د دیوال رغولو لپاره هغه پیسې ځانګړې کړې، چې ټاکل شوې وه افغان پوځ ته ورکړل شي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د دفاع سرپرست وزیر تازه له مکسیکو سره د دیوال رغولو لپاره ۱،۵ میلیارده ډالر تصویب کړي دي. دغه پیسې به دفاع وزارت د امریکا او مکسیکو ترمنځ پر پوله، د دیوال رغولو لپاره ورکوي. بل پلو رویټرز خبري اژانس ته بیا یوې سرچینې ویلي، چې په دې ۱،۵ میلیاردو ډالرو کې د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر هم شامل دي. دا پیسې له هغو مرستو ورکړل شوې چې امریکا افغان پوځ ته په خپلو ژمنو کې ورکړې وې.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پیسې له سپما او په پروژو کې د تغیر له امله تر لاسه شوې. هغه ويلي: ((دا پیسې له مختلفو سرچینو ترلاسه شوې، لکه سپما، پروګرامونو کې بدلون او د پروژو بیا کتنه او په دې دلیل زموږ د ځواکونو پر توان ډېر کم اغېز کوي)).

یوه امریکايي چارواکي له نوم ښودلو پرته رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د دغه دېوال لپاره د دفاع وزارت اوسني رقم کې ۶۰۴ میلیون ډالره هغه پیسې دي، چې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې وې. په ۲۰۱۹ ز کال امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره څلور اعشاریه نه میلیارد ډالر ځانګړي کړل. دغه چارواکی وايي، کومې پیسې چې له دې حساب څخه ایستل کېږي، د افغان امنیتي ځواکونو اړوند تړونونو کې له سپما ترلاسه شوې دي.

یوه بل امریکایي چارواکي بیا ویلي، چې د دغو پیسو بېلول له افغان ځواکونو سره د امریکا د ژمنو ماتولو په مانا نه دي. د هغه په خبره، د ځينو پروژو لګښت د دوی تر ارزونې کم و، نو ځکه دومره پیسې سپما شوې دي او د مکسیکو پر دیوال به لګول کېږي. د هغه په خبره، دا لومړی ځل هم نه دی چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو له پیسو ګټه اخلي. خو نوی ګام یې داسې مهال اخیستی دی، چې افغان پوځ تر بل هر وخت نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او باید په دې توګه روانه جګړه کابو کړي.

افغان حکومت بیا تر اوسه د دې مسئلې په اړه څه نه دي ویلي. سیاسي شنونکي او کارپوهان د حکومت دغه چوپتیا او کمزوري ډيپلوماسي هم غندي او پر حکومت غږ کوي، چې د خپلو ژمنو شوو مرستو د ترلاسه کولو لپاره باید پیاوړي ګامونه اوچت کړي. امریکا د امنیتي تړون له مخې اړ ده، چې هر کال له افغان پوځ سره مالي او نظامي مرستې وکړي، خو دغه ډول اقدامات یې د تړون ښکاره نقض او تړونونو ته نه ژمنتیا ثابتوي.

د ناټو یوه پخواني سلاکار او د افغانستان د چارو څارونکي بیا د امریکا دغه اقدام د اندېښنې وړ بللی، خو تر څنګ یې افغان حکومت هم پر کمزورې ډيپلوماسۍ تورنوي. د شفیق همدم په خبره، دا مسئله د امریکايي او افغان حکومت د ډيپلوماسۍ جدي کمزورتیا څرګندوي. نوموړي ویلي: ((دا د ډيپلوماسۍ جدي کمزورتیا ده. دا مسئله ښيي چې افغان حکومت څومره په خپلو بهرنیو اړیکو کې کمزوری دی. د افغان پوځ پیسې په امریکا او یا نورو ځایونو کې لګول کېږي، خو افغان حکومت ناخبره دی)).

هغه زیاته کړې چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه لا هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، په افغانستان کې جګړه توده ده، د امریکا او افغانستان ترمنځ ډيپلوماسي کمزورې ده، نو په داسې وخت کې د امریکا دغه ډول اقدامات به د جګړې او سولې پر پروسې اغېز ولري.

پنټاګون داسې مهال دغه اقدام کوي، چې تر دې وړاندې ولسمشر غني له افغان پوځ سره د امریکا مرستې خورا مهمې بللې وې. ولسمشر غني له سي بي ايس نیوز ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي وو، که د امریکا مرستې نه وي، نو افغان پوځ به شپږ میاشتې هم دوام ونه کړي. سره له دې چې له افغان پوځ سره د امریکا مرستې تر دې حده مهمې دي، خو بیا هم دغه پیسې د امریکا پر کورنیو پروژو لګول کېږي.

Tags: featured
Share12Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ډونالډ ټرمپ: امريکا او ايران به د اګست په ۳مه بیا خبرې پیل کړي

اگست 3, 2026

”اوپېک+“ په راتلونکي سپتمبر کې د لا زياتو نفتو د توليدولو پرېکړه وکړه

اگست 3, 2026
Screenshot

د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې شورا پلاوي له امریکا لیدنه وکړه

اگست 3, 2026

د چین سمندري اقتصاد د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ثابت پرمختګ موندلی

اگست 3, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In