د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مرستيال، د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوالې ګډې ټولنې مرستيال او د چين د سره صليب ټولنې رييس، چن جو د مې له څلورمې تر پنځمې د چين د سره صليب ټولنې د پلاوي په مشرۍ، افغانستان ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې يې له ولسمشر محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمنې رولا غني، د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز او د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې له سرپرستې ریيسې ډاکټرې حسن بانو غضنفر سره وکتل او د هغو افغان ناروغو ماشومانو پوښتنه يې وکړه، چې د زړه پر مورزادي ناروغۍ اخته دي او د چين د سره صليب ټولنې مرستندويه طبي ډله يې درملنه کوي. چن جو او ملګرو يې په افغانستان کې د چين د سفارت د کارکوونکو او د چيني کارګرو د استازو پوښتنه هم وکړه. دغه راز د چين په سفارت کې يې د افغانستان د طبي ټولنې په ځانګړې مېلمستيا کې ګډون وکړ او د کابل له جمهوريت روغتون څخه يې هم ليدنه وکړه.
په افغانستان کې د چن جو او د نوموړي د ملګرو تود هرکلی وشو او سفر يې ډېر بريالی و. د يادو بېلابېلو اجنډاوو پر مهال، له ياد پلاوي سره د چين لوی سفير ليو جين سونګ هم ملګری و.
چن جو له بشري مرستندويه چارو او د چين او افغانستان ترمنځ د طبي همکاريو د ملاتړ له امله له ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمنې رولا غني څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د چين سره صليب ټولنې او د افغانستان سرې مياشتې ټولنې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر پاملرنې او لارښوونې لاندې په افغانستان کې طبي مرستندويه فعاليتونه په برياليتوب ترسره کړي دي. چين او افغانستان دوستانه ګاونډي هېوادونه دي. په دې وروستيو کلونو کې د چين سره صليب ټولنې په فعاله توګه د يو کمربند- يوې لارې په چوکاټ کې د بشري مرستو په برخه کې له نورو هېوادونو سره د نظر تبادلې او ګډې همکارۍ کړې او ډېرې ښې اغېزې يې رامنځته کړې، چې افغانستان هم ترې ګټې اخيستې دي.
د چين سره صليب ټولنې په تېر څه باندې يو کال کې د هغو سلو افغان ماشومانو چې د زړه پر مورزادي ناروغۍ اخته وو، درملنه وکړه او خپله ټاکلې موخه يې ترسره کړه چې له امله يې د يادو سلو ماشومانو او د دوی د پلرونو او ميندو په شونډو مسکا خوره کړه.
ياد کار په افغانستان کې د چين د سره صليب ټولنې د بشري مرستندويه پروګرام لومړی ګام دی او په راتلونکي کې به دویم او درېيم ګام او لا نور ګامونه به پورته شي. د چين سره صليب ټولنه او د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه به په سږني او راتلونکي کال کې خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي او د لا زياتو افغان ماشومانو معاينه به وکړي او له معاينې وروسته به د ۳۰۰ نورو ناروغو ماشومانو درملنه هم وکړي.
همدارنګه چين به له افغانستان سره د طبي درملنې د وړتيا او سويې د لوړولو لپاره همکارۍ وکړي او افغان طبي کارکوونکو ته به د يادو ناروغو ماشومانو د عملياتو په برخه کې مرستې برابرې کړي. د چين سره صليب ټولنه به د يادو افغان ناروغو ماشومانو پر درملنې سربېره، د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې له لارې د طبيعي پېښو قربانيانو ته هم مرستندويه مواد او بېړنۍ بشري مرستې برابرې کړي او د افغانانو لپاره به د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ځانګړي روزنيز ټولګي هم پرانيزي.
چن جو د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې کارونه او د نړيوالو همکاريو وړتياوې وستايلې او څرګنده يې کړه، چې هغه به د سره صليب او سرې مياشتې نړيوالې ټولنې د مرستيال په توګه د بېلابېلو هېوادونو د سره صليب او سرو مياشتو ټولنو ترمنځ همکارۍ وهڅوي،څو دوی له خپلو سرچينو په استفادې او ګډې همکارۍ سره افغانستان ته زياتې بشري مرستې برابرې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره خدمتونه وکړي.
چن جو له هغو فارغو شوو افغان محصلينو سره هم خبرې وکړې، چې په چين کې يې طبي زده کړې کړې دي. هغوی يې دېته وهڅول چې خپلې پوهې او مهارتونه وکاروي او له هغو ارزښتناکو لاسته راوړنو څخه په استفادې، چې په چين کې يې زده کړې دي، د خپل هېواد سوله ييزې او بيارغونې چارې پر مخ يوسي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پوهاوی او لرغونې دوستي ټينګه کړي.
ولسمشر اشرف غني له چن جو سره د کتنې پر مهال د يادو ناروغو افغان ماشومانو د درملنې او نورو مرستندويه چارو په پار مننه وکړه او د دغو ماشومانو د پالنې لپاره يې د زيارونو په پار، د چين د اورمچي ښار او نورو ځايونو له طبي کارکوونکو څخه هم مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې افغانستان به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې له لارې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو برخو همکارۍ پراخې کړي.
لومړۍ مېرمنې رولا غني د افغانستان بشري مرستندويه چارو ته د اوږدمهاله خدمتونو په پار، د چين له سره صليب ټولنې څخه مننه وکړه او ويې ويل چې افغانان د چين له ملاتړ څخه ډېر متاثر شوي دي. يو متل دی وايي، نورو ته د کبانو نيولو طريقه ورزده کول، د کبانو تر ډالۍ کولو ښه دي. افغانستان ته د طبي توان پياوړي کول ډېر ضروري دي، هيله ده چې چين په دې برخه کې افغانانو ته د روزنې زیاتې زمینې برابرې کړي.
چن جو له لومړۍ مېرمنې رولا غني سره يوځای د هغو افغان ناروغو ماشومانو پوښتنه وکړه، چې د زړه پر مورزادي ناروغۍ اخته دي او درملنه يې اوسمهال د چين سره صليب ټولنه کوي. چن جو دغو ماشومانو ته د پانډاګانو په بڼه د لوبو سامان الات ډالۍ کړل، چې د ماشومانو او د دوی پلرونو او ميندو لخوا يې تود هرکلی وشو.
وزير ډاکټر فروزالدين فيروز د افغانستان له روغتيايي چارو څخه د ملاتړ په پار، له چين څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په تلپاتې متقابلې مرستې يې وياړ وکړ. نوموړي وويل، د زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان عادي ژوند نه شي کولی او د دې له امله يې کورنۍ چې اصلاً بې وسه او بې وزله دي، لاستونزمن ژوند تېروي، د چين د سره صليب ټولنې دغو کورنيو ته زيری راوړی او امید يې ورته پيدا کړی دی، هيله ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ طبي همکارۍ لاپسې پراخې او ژورې شي.
د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې سرپرستې ریيسې حسن بانو غضنفر په خپلو خبرو کې وويل ، د چين د سره صليب ټولنې له افغانستان سره نه يوازې د ناروغو ماشومانو د درملنې ، بلکې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم مرسته کړې، چې له دې څخه د دوی د بشري مرستو احسان ښکاري او افغانان ورڅخه مننه کوي او په ياد به يې وساتي. هيله ده چې د چين د سره صليب ټولنه د زياتو افغان زړه ناروغۍ لرونکو ماشومانو درملنه وکړي او په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي او د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې د توان لوړولو په برخه کې ورته مرستې برابرې کړي.
د افغانستان د سرطان صندوق لومړي اجرایوي ریيس جاويد صافي په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين د حکومت په مرستې سره مې په چين کې طبي زده کړې ترسره کړې او له فراغت وروسته بېرته افغانستان ته ستون شوم او د افغانانو د روغتيا او ژوند د وضعيت د ښه والي په موخه مې د سرطان صندوق په جوړولو کې برخه واخيسته . نوموړي له نږدې د چين د ساينس او ټکنالوژۍ ستر پرمختګونه ليدلي او هيله يې وښودله، چې چين په تلپاتې توګه د طبي او روغتيايي چارو په تېره بيا د سرطان د مخنيوي په برخه کې افغانستان ته مرستې برابرې کړي.
چن جو د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې له سرپرستې ریيسې حسن بانو عضنفر سره يوځای په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ او د دواړو مشرانو په شتون کې د چين سره صليب ټولنې او د افغانستان سرې مياشتې ټولنې د زړه پر ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو د درملنې په اړه د همکارۍ تړون تمديد کړ.
چن جو د چين د سره صليب ټولنې په استازيتوب له سيلاب ځپلو افغانانو سره د مرستې لپاره د دغه هېواد سرې مياشتې ټولنې ته د ۲۰۰ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرستندويه پيسې ورکړې. دواړو مشرانو د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې غوره رضاکارانو ته ستاينليکونه ورکړل او دوی يې دې ته وهڅول چې د سره صليب چارو لپاره خپلو زيارونو ته دوام ورکړي. د ښاغلي چن جو له وينا او د خبريالانو پوښتنو ته له ځوابونو څخه يې ډېر صميميت ښکاره شو او د خبريالانو او د دواړو هېوادونو د يادو دوو ټولنو کارکوونکو په تودو چکچکو بدرګه کړ.




































