تر یوې باوري هوکړې مخکې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به خطرناکې پایلې ولري. د امریکا ددفاع پخواني وزیر رابرت ګېټس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که امریکا له طالبانو سره خبرې کوي او یوه باوري هوکړه رامنځ ته نه شي نو د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم به طالبان بېرته ځانونه واک ته ورسوي. دده په خبره له همدې امله امریکا ته نه ده به کار چې د جګړې په کابو کولو او سوله کې بېړه وکړي. رابرټ ګېټس ویلي دا سمه ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې حل شي او په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسول شي، خو دا هم مهمه ده، چې هر ګام په سمه او باوري توګه واخیستل شي. هغه ټینګار کړی چې د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې باید وسله والې ډلې په افغان حکومت کې مدغم شي، افغان حکومت پیاوړی او په پښو درول شي او تر هغه وروسته دې د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره ګامونه اوچت شي.




































