د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي امریکا او ایران دواړه د افغانستان دوستان دي نو ددې پلویا دي چې روانې ناندرۍ د خبرو له لارې حل شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، افغانستان له امریکا او ایران دواړو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی، نو ځکه ددې ملاتړ کوي چې روانې ناندرۍ د مذاکراتو او خبرو له لارې حل شي. دده په خبره افغانستان د هېچا پلویتوب نه کوي خو له دواړو لورو سره ښې اړیکې پالي. ایران په دې وروستیو کې د امریکا له سختو ګواښونو او خبرداریو سره مخ دی. په تازه اقدام کې امریکا لا ډېرې نظامي بېړۍ او جنګي الوتکې د ایران په شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای کړې دي.





























