ښکېلې خواووې دې د روژې په مبارکه میاشت کې د جګړې پر ځای اوربند وکړي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالتغوښتنې ډله وايي، په دې وروستیو کې جګړې شدیدې شوې دي نو د جګړې ښکېلو خواوو ته په کار ده چې اوربند وکړي. دغه ډلې ویلي چې حکومت او طالبانو دواړو جګړه شدیده کړې ده چې له امله یې ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده. هغه پر طالبانو هم غږ وکړ، چې خپلو جنګیالیو ته د اوربند امر وکړي او اجازه ورکړي چې افغانان په دې مبارکه میاشت کې د ارام ساه واخلي. په دې وروستیو کې د سولې له خبرو سره هممهاله د جګړې ډګر هم تود شوی دی. د هېواد د ښارونو په ګډون له ولسوالیو او لرو پرتو کلیو وخت ناوخت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورنه هم ورکول کېږي.





























