د ملي دفاع وزارت ویاند وايي دا چې له افغانستان سره د مرستو شوو پیسو یوه برخه له مکسیکو سره د امریکا ددیوال جوړولو په موخه لګول کېږي، جدي مسئله نه ده او د افغان پوځ پر چارو منفي اغېز نه شي کولی. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف د یادو څرګندونو تر څنګ دا هم وایي، چې په دې اړه پلټنه کول د ديپلوماتیکو چینلونو دنده ده او ملي دفاع وزارت یې په اړه کوم اقدام نه شي کولی. د امریکا ددفاع وزارت له مکسیکو سره ددیوال جوړولو لپاره ۱،۵ میلیارده ډالر بودیجه لېږدولې ده. رویټرز ته بیا سرچینو ویلي په دې کې ۶۰۰ میلیونه ډالر هغه پیسې هم شاملې دي چې له افغان پوځ سره د مرستې لپاره ځانګړې شوې وې.




































