د ارزګان چارواکي وایي د ترینکوټ او چورې ولسوالۍ ترمنځ لارې يې د ټرافیکو پرمخ خلاصې کړې دي. د ارزګان ولایت امنیتي مسوولین وايي، دغه لارې يې د نظامي عملیاتو پرمهال پاکې کړې او په یو شمېر سیمو کې یې امنیتي پوستې هم ځای پرځای کړې دي. دغه لارې تر هغه وروسته پاکېږي، چې د ترینکوټ ښار اړوند د چینو او خانقي سیمو کې افغان او بهرنیو ځواکونو څلور ورځې ګډ پلي عملیات وکړل. د سیمې خلک هم خوشاله دي چې دغه سیمې د طالبانو له حضور پاکې شوې دي، خو غوښتنه کوي چې لارې یې دې له ماینونو هم پاکې کړل شي.




































