د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي د افغان سولې په برخه کې د چین او روسیې تېرې همکارۍ د ستایلو دي او ددغه دواړو هېوادونو نور مثبت اقدامات د سولې لپاره مهم دي او ګټور تمامېدلی شي. سرچینه کاږي دغه امریکايي چارواکي له یادو دواړو هېوادونو غوښتي چې د سولې په برخه کې رښتیني ګامونه اوچت کړي او په دې توګه د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي. چینایي رسنۍ وايي امریکا داسې مهال د افغان سولې لپاره د چین هڅې ستایلې دي چې په دې وروستیو ورځو کې د سوداګریزې تعرفې پر سر د چین او امریکا اړیکې ترینګلې شوې دي.




































