په کابل کې د امریکا سفیر جان بس کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي حیات الله حیات سره کتلي دي. له کندهار ولایته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي په دې ليدنه کي د دواړو لورو ترمنځ د سولي د روان بهير، راتلونکو ولايتي شوراګانو د ټاکنو او ښې حکومتدارۍ اړوند بحثونه شوي دي. حيات ويلي، افغانان له جنګه ستړي او په هيواد کي د تلپاتې، با عزته او دوامداره سولي غوښتونکي دي، چي په خبره يې په دغه برخه کي عام ولس له دولت سره هر اړخيزې همکارۍ ته چمتو دی. د سرچینې په خبره د امريکا سفير هم د خپلو خبرو پرمهال ډاډ وښود، چي هيواد يې په افغانستان کې د سولې تر څنګ په هره برخه کې له افغان حکومت سره همکاریو ته ژمن دی.




































