د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ شوی دی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. یوناما د روژې په لومړۍ اوونۍ کې ملکیانو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې ژوره خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو له خوا د مې د میاشتې په اتمه په کابل کې پر کونټرپارټ انټرنیشنل غیر حکومتي موسسې برید پر ملکیانو یو قصدي برید وو او په قصدي ډول د ملکیانو په نښه کول یې په سختو ټکو غندلي دي. په افغانستان کې د یوناما د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي چې دا ډول بریدونه په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي. یوناما یوځل بیا د شخړې په ټولو اړخونو غږ کړی، چې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.




































