یکشنبه, مې 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پنجشېر؛ تېره میاشت نږدې ۹۰ زره سیلانیانو له طبیعي جاذبو لیدنه کړې

    اروپايي ټولنه: د افغانستان له اقتصاد، زده‌کړو او کاري فرصتونو ملاتړ ته ژمن یو

    مولوي عبدالسلام حنفي د قره‌قالپاقستان د پارلمان له رئیس سره کتلي

    هلمند کې ۴۱ شنې خونې بزګرانو ته سپارل شوي

  • نړۍ

    امریکا له وینزویلا څخه ټول غني شوي یورانیم وړي دي

    ایران کې د درملو بيې له ۳۰ تر ۳۰۰ سلنې لوړې شوي

    ټرامپ: روسیې له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی

    عراقچي: امریکا د پوځي اقداماتو له لارې ډیپلوماسي له منځه وړي

    سهیل شاهین په دوحه کې د ګامبیا له سفیر سره کتلي دي

    ایران: د امریکا وروستي وړاندیز ته یې رسمي ځواب نه دی ورکړی

    هیګسېټ: واشنګټن له ایران سره د جګړې په لټه نه دی

    متحده عربي امارات: د ایران پر وړاندې د ځواب بشپړ حق لرو

    راپور: هرمز تنګي کې زرګونه سمندري کارکوونکي بند پاتې دي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

د قطر له مذاکراتو سره هممهاله؛ په ختیځ کې د اسلامي دولت نومې ډلې فعالیتونه چټک او پراخ شوي دي

مې 14, 2019
in افغانستان
0 0

په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو ډېرېدو اندېښنې را ولاړې کړې دي. سره له دې چې امریکا له طالبانو سره په قطر کې د سولې خبرې مهم پړاو ته رسولې دي، خو د هېواد په ختیځ، شمال او ځینو نورو ولایتونو کې د داعش ډلې حضور او فعالیتونه د اندېښنې وړ دي. په دې وروستیو کې ډېرو نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې د داعش حضور د هېواد په ختیځ په تېره په کونړ او ننګرهار کې پراخ شوی دی او عملي جګړې یې پيل کړې دي.

راپورونه وایي چې امریکا له طالبانو سره په قطر کې خبرې کوي، خو په شمال ختیځو ولایتونو، جنوب او شمال کې د داعش ډلې جلب او جذب زور اخیستی دی. بل پلو وسله وال طالبان هم د دغه ډلې له فعالیتونو او راپورته کېدو اندېښنه لري او ویل کېږي چې د سولې په برخه کې یو خنډ هم د دغه ډلې حضور دی. وسله والو طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، طالبان دا وېره لري چې ښايي د دوی له سولې وروسته، داعش ډله تر دیني شعار لاندې فعالیتونو او جګړې ته ادامه ورکړي او په دې توګه به په هېواد کې د جګړې یو بل پړاو پيل کړي.

وسله والو طالبانو ته نږدې کسان بیا پر دې باور دي، چې امریکا غواړي طالبان په یوه سړه جګړه کې ښکېل وساتي. د دوی په خبره، له طالبانو سره اوسنی رامنځ ته شوی وضعیت چې نه سوله ده او نه جګړه، پخپله داعش ته د فعالیت زمینه برابرول دي. پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا ویلي، امریکا هڅه کوي چې طالبان په سړه جګړه کې ښکېل وساتي او په دې توګه د داعش په فعاليدو سره خپل حضور ته زمینه برابره کړي. سیداکبر اغا ویلي: ((اوس نه سوله کېږي نه جګړه ده، دا مسئله طالبان په یوه سړه جګړه کې ښکېلوي، چې د افغانستان په ګټه نه ده. دا به داعش ډلې ته د فعالیت زمینه برابره کړي او دغه ډله به پیاوړې کړي)).

په ختیځ کې ځايي اوسېدونکي او سیمه ییزې رسنۍ وایي، چې د کونړ ولایت ډېره برخه داعش ډلې نیولې ده او هره ورځ د کسانو په جلب او جذب لګیا دي. د دوی په خبره، دغه ډله په ښار کې غلچکي بریدونه کوي، دیني علما په نښه کوي او په دې هڅه کې ده چې د خپل فعالیت لمن پراخه کړي.

تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې ښايي له طالبانو سره تر سولې وروسته افغانستان کې جګړه ختمه نه شي. د نوموړي دغه خبرې هم د افغان سیاستوالو ترمنځ ډول ډول غبرګونونه پارولي وو. وسله وال طالبان هم له دې اړخه وېره لري، چې ښایي تر سولې وروسته داعش ډلې ته د فعالیت زمینه برابره شي او د وسله والو طالبانو ځای دغه ډله ونیسي. قطر دفتر ته نږدې سرچینې وایي چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په وروستي پړاو خبرو کې د بحث مهم ټکی د داعش ختمول او له دغه ډلې سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وې. طالبان ټینګار کوي چې تر سولې مخکې یا هم په دې لړ کې دې دغه ډله وځپل شي او د فعالیت اجازه دې نه ورکول کېږي.

بل پلو ځینې بهرنۍ رسنۍ راپور ورکوي چې په عراق او سوریه کې د داعش تر ماتې وروسته، دې ډلې افغانستان، افریقا او ځینو نورو سیمو ته مخه کړې ده. تازه برېټانوۍ سن ورځپاڼې ویلي چې ښایي د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي د افغانستان په کوم ختیځ ولایت کې پټ شوی وي. د ورځپاڼې په خبره، د داعش ډلې د مشر نوې ویډیو ښيي چې هغه افغانستان ته رسېدلی دی او هلته په کوم ختیځ ولایت کې پټ شوی دی.

په ورته وخت کې افغان حکومت بیا وایي چې دوی د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کوي او دې ډلې ته به اجازه ور نه کړي، چې خپل فعالیتونه پراخ کړي. د روسیې په ګډون، د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه هم په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښمن دي.

Tags: featured
Share27Tweet9Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کرکټ بورډ؛ د کرکټ د تخنیکي همکاریو او ترویج لپاره چین ته پلاوی ولېږه

مې 10, 2026

پنجشېر؛ تېره میاشت نږدې ۹۰ زره سیلانیانو له طبیعي جاذبو لیدنه کړې

مې 10, 2026

عزیزي: افغانستان د ګډې پانګونې او اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه لري

مې 10, 2026

اروپايي ټولنه: د افغانستان له اقتصاد، زده‌کړو او کاري فرصتونو ملاتړ ته ژمن یو

مې 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In