پنټاګون په یوه تازه اقدام کې امریکايي سناتورانو ته ویلي چې افغانستان ته خپل سفرونه محدود کړي. د امریکا ددفاع سرپرست وزیر ویلي په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او همدا راز سناتوران دې د امریکا د اقتصادي مسایلو لپاره افغانستان ته سفرونه محدود کړي. په ورته وخت کې امریکايي رسنیو بیا په خپلو تحلیلونو کې ویلي، دفاع وزارت په دې توګه هڅه کوي چې د افغانستان له رښتیني وضعیت امریکايي سناتوران بې خبره وساتي. امریکايي سناتورانو بیا ویلي چې دوی به افغانستان ته سفرونه کوي او په دغه هېواد کې به د امریکا اوږده جګړه، د سولې پروسه او نور سیاسي مسایل له نږدې څاري. دوی د پنټاګون وړاندیز غندلی دی او په خبره یې د امریکايي وګړو د استازو په توګه د خپل هېواد د بهرنیو چارو څارنه ددوی مسوولیت دی.




































