د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په دوام په ۱۶ ولایتونو کې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو ۵۱ پېښې ثبت شوې دي. په دې پېښو کې ۱۱۴ روغتیايي مرکزونه د خدماتو د وړاندې کولو له اړخه اغېزمن شوي دي. په راپور کې راځي، چې په یادو پېښو کې درې مرکزونه په بشپړه توګه وران شوي، اته مرکزونه زیانمن شوي او ۹۹ نور د جګړه ییزو پېښو او تهدیدونو له امله تړل شوي دي. په ورته مهال ۲۸ روغتیايي کارکوونکو ته هم په دې پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې ډلې ۱۱ وژل شوي، ۱۰ ټپیان شوي او ۷ کسه یرغمل شوي دي. له دغه پېښو ډېری یې د افغانستان په سویل لودیځو او ختیځو سیمو کې رامنځ ته شوې دي.




































