د رسنیو د راپورونو له مخکې دینګ شيجون د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عباس عراقچي سره کتلي دي. دواړو لورو په افغانستان کې د سولې راتګ مهم بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې په دې اړه باید سیمه ییزه اجماع پیاوړې شي. ایران په افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه بللې ده او ټینګار یې کړی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې د ایران د ملاتړ وړ دي.




































