د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې د سویو لومړنی تخصصي روغتون ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. له عامې روغتیا وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا مرکز د پنځوس بسترونو، مجهزو او پرمختللو طبي وسایلو په درلودلو سره د کابل ښار په اوومه ناحیه کې جوړ شوی دی. پر یاد روغتون تر ۶۳ میلیونه افغانی ډېر لګښت راغلی دی. د سرچینې په خبره دا روغتون سوځېدلو ته د رسېدګي په برخه کې لومړنی اساسي ګام دی او په دې برخه کې به شته ستونزې تر ډېره بریده راکمې کړي.




































