ټاس خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د روسیې له ولسمشر ویلادیمر پوتین سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګڼو مسایلو تر څنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي. پوتین ویلي چې د افغانستان وضعیت حساس دی او د امریکا او روسیې ترمنځ په دې برخه کې نږدې همکاري کولی شي دغه هېواد ته سوله او ثبات راولي. پوتین د سولې خبرې مهمې بللې دي او وایي طالبان په افغانستان کې پیاوړي شوي دي نو ددې اړتیا ده چې هلته روانه ستونزه حل کړل شي. دواړو لورو د افغانستان په برخه کې د همکاریو پر رامنځ ته کولو هم ټینګار کړی دی. پوتین او مایک پمپیو همدا راز د ایران، وینزویلا، سوریې، اوکراین او شمالي کوریا په اړه هم خبرې کړې دي.




































