د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل ترکمنستاني سیال سره کتلي او په افغانستان کې پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي. دواړو لورو په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سوله مهمه بللې ده. ترکمنستان ویلي چې دوی د تل په څېر د افغانستان د سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې کړې دي. د سرچینې په وینا ترکمنستان په ځلونو پر دواړو لورو د مخامخ مذاکراتو غږ کړی دی او د کوربه توب ژمنه یې کړې ده. ترکمنستان تر دې وړاندې هم له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغان سولې لپاره یو کنفرانس جوړ کړی و او ژمنه یې کړې چې دغه ډول کنفرانسونه به ادامه مومي.




































