د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز له حنیف اتمر سره کتلي دي. آلیس ویلز په دې لیدنه کې له وسله والو طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه اتمر ته معلومات ورکړي دي او وایي په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي. دواړو لورو همدا راز په دې لیدنه کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې کړې دي. حنیف اتمر په دې لیدنه کې ویلي چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسمشر کار پای ته رسېږي او باید واک موقت ولسمشر ته پرېږدي. هغه ټینګار کړی د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام ساتل ددوی هدف دی او په دې برخه کې کار کوي. اتمر د سولې په اړه د افغان سیاسیونو پر طرحې هم له ویلز سره خبرې کړې دي.




































