د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره په لیدنه کې د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې اترې کړې دي. په دې لیدنه کې د روسیې ولسمشر د افغانستان د ستونزې حل پیچلی بللی او زیاته کړې یې ده چې د سولې خبرو په درشل کې د طالبانو دریځ د پیاوړي کېدو په حال کې دی. کرملین په یوه بیان کې ویلي چې د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د امریکا او روسیې د واک ترمنځ توازن مهمه اړتیا بللې ده. په ورته وخت کې پومپیو بیا ویلي چې د دوی ځینې همکارۍ ډېرې ښې وې په ځانګړي ډول د شمالي کوریا او افغانستان په اړه، ځکه دوی له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ښه کارونه کړي دي.




































