د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې ۳۸۹ افغان کورنۍ پخپله خوښه له پاکستان راستنې شوې دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي چې له پاکستان افغانستان ته په خپله خوښه د کډوالو بیا ستنولو لړۍ پيل شوې ده او له مارچ راهیسې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. ددغه ادارې د معلوماتو له مخې په پاکستان کې ددوی دوه لوی مرکزونه د بېرته ستنېدونکو کډوالو چوپړتیا کوي او اړین امکانات ورته برابروي. سرچینه کاږي چې د ژمي په موسم کې د کډوالو ستنېدلو لړۍ درول شوې وه، چې اوس بېرته پیل شوې او تمه ده چې چټکه شي. پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده، خو سره له دې هم هلته د افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ دی او پاکستانی حکومت وخت ناوخت پر دوی د فشار هڅه کوي.