ولسمشر غني نن په کابل کې د کابل او پکتیا ولایتونو د ولسي جرګې د وکیلانو د لوړې په مراسمو کې اووه میاشتې وروسته د ټاکنو کمیسیون پر بې کفایتۍ اعتراف وکړ او زیاته یې کړه چې تر دومره ځنډ وروسته د ټاکنو د پایلو اعلانېدل یوه غمېزه وه. هغه دغه راز وویل، په راتلونکې کې باید د دغه ډول غمیزې راپورته کېدو مخه ونیول شي. نوموړي د ټاکنو پرمهال او څه موده وروسته کارنده کمېسیونونه پر سلیقوي چلند تورن کړل او هغوی یې بې کفایته وبلل. ولسمشر غني وویل، ولسي جرګه اوس بشپړه شوې او تر دې وروسته به په ژمنتیا سره دا مهم بنسټ لکه اساسي قانون چې ویلي، پر کلیدي وظایفو تمرکز کوي او د افغانانو باور به بېرته ګټي.




































