برېتانیا وايي له افغانستان سره به خپلو اقتصادي او پرمختیايي همکاریو ته ادامه ورکړي. د برېتانیا د دولت اقتصادي سلاکار نیکولاس لي افغانستان ته سفر کړی دی او په خبره یې دلته د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ پرمختګونه شوي دي. دده په خبره په افغانستان کې د ښوونې روزنې، روغتیا، لوړو زده کړو، اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره سره د پام وړ پرمختګ شوی دی. هغه ویلي په افغانستان کې یې خپلې ارزونې لرلې دي او دغه ارزونې به د برېتانیا د حکومت د لا ډېرو مرستو په موخه له خپلو چارواکو سره شریکې کړي. نیکولاس ویلي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي ددغه هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې د ښې ښوونې او روزنې په برخه کې به له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ وړاندیز وکړي.