روسیې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمد الله محب سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د افغانستان سوله او اوسنی وضعیت د ټولې سیمې لپاره مهم دی. دده په خبره په سیمه کې باید د افغان سولې په اړه اجماع نوره هم پیاوړې کړل شي. حمد الله محب هم په دې لیدنه کې ویلي، چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو ټولې اندېښنې په پام کې نیول کېږي. دده په وینا د ملي امنیت په راتلونکې غونډه کې چې په روسیه کې جوړېږي هم د افغان سولې په اړه خبرې کېږي او په هغه کې به د سیمې د هېوادونو اندېښنې اورېدل کېږي. محب هم ټینګار کړی چې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پر پیاوړتیا کار کوي.




































