امریکا په افغانستان کې خپلو افغان همکارانو ته زرګونه ځانګړې وېزې ورکوي. جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو له هغه لایحې ملاتړ کړی دی چې له مخې به یې زرګونه افغانان د امریکا ځانګړې وېزې تر لاسه کړي. ددغه لایحې له مخې د روان کال د سپټمبر تر دېرشمې به هغو افغانانو ته څلور زره وېزې ورکړل شي چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي چارواکو سره همکاري کړې ده او اوس یې ژوند ته خطر متوجه دی. امریکا تېر کال یوازې شپږ سوه افغانانو ته وېزې ورکړې وې، خو روان کال دا شمېره څلورو زرو ته رسېږي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر بیا د امریکا دفاع وزیر ته په استولي لیک کې ددغه وېزو له ورکړې ملاتړ کړی دی.




































