د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د تاجکستان له ولسمشر اما علي رحمان سره د لیدنې پر مهال د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي. صلاح الدین رباني په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې د تاجکستان هڅې ستایلې دي او په خبره یې افغان حکومت یې منندوی دی. نوموړي همدا راز ویلي چې له تاجکستان سره دوستانه اړیکو ته ارزښت ورکوي او په دې برخه کې د لا نږدې کېدو لپاره هڅې کوي.




































