د اولادونو په روزنه کې ځینې داسې تېروتنې شته، چې ډېری مور او پلار پرته له دې چې په هغه پوه شي، کوي یې. دغه تېروتنې د اولادونو پر شخصیت ژور اغېز کوي او ممکن له هغوی ښه راتلونکی واخلي. موږ کولای شو له هغو تېروتنو څخه په زده کړې سره چې نورو والدینو د خپلو اولادونو په حق کې کړې دي، پند واخلو او د خپلو اولادونو ښه روزنه وکړو. موږ په همدې مقاله کې دری هغه تېروتنې درته ښیو، چې ډېری مور او پلار یې د خپلو اولادونو په حق کې کوي. نه یوازې هغه درته ښیو، بلکې له هغه د خلاصېدو او د بیا نه تکرار لارې یې هم درته ښيو.
۱ـ مور او پلار د اولادونو لپاره هرڅه برابروي او له هغوی د هېڅ تمه هم نه کوي
ستاسې په نظر، څومره والدین له خپلو اولادونو دا تمه لري چې د دوی له اوږو به بار سپک کړي؟ د څېړنو په اساس، په هرو دریو امریکايي والدینو کې دوه یې له خپلو اولادونو دا تمه نه لري. اصل خبره دا ده چې زموږ په ټولنه کې ډېری مور او پلار د کور ډېر کارونه خپله کوي، اولادونه یوازې مصرف کوي او بس. د دغه کار پایلې به څه وي؟ پایله به یې ځان غوښتونکي او بې ملاحظې ماشومان وي، داسې چې ډېر وخت له مور او پلار سره د مرستې په بدل کې وايي، د ماښام ډوډۍ تیارول د مور کار دی یا د برق د بېل د خلاصولو لپاره باید پلار بانک ته لاړ شي.
که تاسې هم له ورته ځواب سره مخ وی، اندېښنه مه کوئ. دا کار د حل وړ دی. یوه چاره دا ده چې هماغه له لومړیو مو ماشومانو ته کار او دنده ورکړئ، خو داسې کار چې د هغوی له توان سره برابر وي. په دې ډول سره ماشومان زده کوي، چې پر ځان سربېره باید د نورو په غم کې هم وي. داسې چې ورځې تر بلې د مسوولیت احساس کوي، په کور، کوڅه او بازار کې له نورو سره مرسته کوي او تر ډېره کوښښ کوي چې یو کار په خپله سرته ورسوي.
مور او پلار باید اولادونو ته دا حس ورکړي، چې هغوی د کور د کارونو په سرته رسولو کې مهم نقش لري. که دوی مرسته وکړي، ډېر کارونه به ژر او په ښه ډول سرته ورسوي.
۲- ډېری مور او پلار یوازې له اولادونو سره مینه لري، هغوی ته د باجرئته او مقتدرانه روزنې په ورکولو کې سست دي
دویمه لویه تېروتنه چې ډېری مور او پلار یې د اولادونو په روزنه کې کوي، هغه د دوی کمزوری اقتدار دی. ډېری مور او پلار د اولادونو په اړه چندانې سخت ګیر او د هغوی څارونکي نه دي. هغوی کوښښ کوي چې له اولادونو سره څومره یې چې له وسه کېږي، هومره په مینه او مهربانۍ چلند وکړي. اولادونو ته (نه) ویل، هغوی ته ډېر سخت دي او که کله غواړي چې اولاد ته ځواب ورکړي، دا کار بیا ورته له حده سخت وي.
تقریباً له نیمې پېړۍ زیات وخت کېږي، چې څېړونکي او ارواپوهان، له اولادونو سره د مور او پلار د چار چلند په اړه څېړنې کوي. د څېړنو پایلې ښيي چې په مجموع کې مور او پلار له خپلو اولادونو سره په کور کې دری ډوله چلند کوي:
الف ـ زور زیاتی
زور زیاتی مانا دا چې هرڅه مور او پلار وايي، باید پرته له دې او هغې ومنل شي. د دې ډول چلند لرونکي مور او پلار له خپلو اولادونو سره چندانې د مینې او محبت اظهار نه کوي، چې دا په هېڅ وجه سمه کړنه نه ده.
ب – له حده زیاته نرمي
له حده زیاته نرمي مانا دا چې مور او پلار له اولاد سره د مینې او محبت په نوم دومره نرم چلند کوي، چې ان بیا یې اولاد د دوی خبرې اوري هم نه او هغوی شله وي چې باید خبره یې ومنل شي. دا وخت بیا ډېری کارونه د اولاد په خوښه کېږي، چې دا هم سمه لار نه ده.
ج- مقتدرانه او معقول رفتار
دا ځانګړنه لرونکي مور او پلار بیا پر خپل ځان پوره باور لري، د اولاد پر کنټرول پوره حاکم وي، د اولاد حقوق او امتیاز ته قایل وي، دا ډول مور او پلار هم اولاد د کارونو مسوولیت ته ورکوي او هم د اولاد ځینې اړوند کارونه دوی کوي. دوی د اولاد خبرې اوري او له هغوی سره ان د ځینو کارونو په اړه سلا مشورې هم کوي.
۳- مور او پلار نه شي کولای خپل ارزښتونه په کور کې پلي کړي او هماغه وي چې بیا یې اولادونه د کور په نسبت، له بیروني چاپېریال څخه ډېر متاثېره کېږي.
تر ټولو مهم لامل چې د انسان پر شخصیت اغېز لري، هغه دود او کلتور دی. که غواړو چې اولادونه مو دې مهربانه، مؤدب او با شخصیته وي، نه شو کولای چې پر نن له بیرون نه راغلي یا پردي کلتور هغوی ته د عمل کولو سپارښتنه وکړو.
نن ورځ ټولنیزې رسنۍ، په کاروباري چارو کې یوازې مادي اړخ په نظر کې نیول او له حده زیات پر جنسي مسایلو ټینګار او هغه ته په زیات ارزښت قایلېدل، هغه څه دي چې د نننۍ نړۍ کلتور یې غواړي. که موږ د خپلو اولادونو له روزنې او د هغوی له کلکې څارنې غافل شو، حتماً به د دې پيغامونو ښکار کېږي او ځان ته به یوه نامناسبه الګو پيدا کوي. همدا الګو ټاکل د هغوی په شخصیت او روان له حده زیات اغېز کوي او بیا هماغه وي چې بالاخره مور او پلار د اولاد په روزنه کې یو فرعي نقش پيدا کوي.
مور او پلار باید له حده زیاته هڅه وکړي، چې په کور کې اولاد ته تر هرڅه زیات خپل دود او کلتور ښه وروپېژني او هغه د خپلو مقدساتو په څېر ورته مهم او له ارزښته ډک معرفي کړي. بیروني یا پردي فرهنګونه تر ډېره زموږ له ټولنې، زموږ له غوښتنو او روان سره په ټکر کې دي. دا خبره باید داسې ونه انګېرل شي چې پردي کلتورونه کاملاً بې مانا او بد دي؛ نه، ځینې اړخونه یې دي چې هغه زموږ له ټولنې سره سر نه لګوي. له ښو هغو یې باید استفاده وشي او بد هغه یې خپل نه شي.