د مثبت او منفي فکر کولو په اړه به مو تر اوسه ډېر اورېدلي وي. د یوې ښځې کیسه مې اورېدلې ده چې خپلې کوټې ته یې شپږ فوټه اوږد شين بوټی راوړی و. هغه د بوټو او ګلانو مینه واله وه. د کور هره خوا یې بوټو او ګلانو نیولې وه. د بوټو او ګلانو په روزنه کې یې ښه وړتیا هم لرله، خو یوه ورځ سهار وختي کله چې له خوبه را پورته شوه، له ځان سره یې وویل:
دا نوی بوټی به ډېر دوام ونه کړي، مړاوی به شي او له منځه به لاړ شي. په همدې منفي فکرونو یې سهار پیل کړ او پکې ډوبه شوه. دغه فکرونه یې بیا بیا په ذهن کې تکرار کړل. هغې دا خبره ان له خپل مېړه سره شریکه کړه، سړیه لکه چې په دې بوټي مو هسې خوشې پیسې ورکړې، فکر نه کوم ژوندی پاتې شي.
مېړه یې ورته وویل، دا ته څه وایې، تر اوسه دې کوم ګل او بوټی وچ شوی چې دا به وچ شي؟
څو اونۍ وروسته ورو ورو د بوټي پاڼې مخ پر ژېړېدو شوې او څو ورځې وروسته یې ټولې پاڼې ورژېدې. په پای کې څو اونۍ وروسته بوټی په بشپړه توګه وچ شو.
موده وروسته ښځې د هماغه وچ شوي بوټي په اړه فکر کاوه، لکه چې دا بوټی مې په خپل لاس او منفي فکرونو وچ کړ. ښځه وروسته پر خپل دې کار ډېره خپه وه او یو ډول د ګناه احساس يې کاوه. کله چې مو په ذهن کې منفي فکرونه ځي و راځي، په یو ډول مو ایمان هم ورسره کمزوری کېږي.
ذهن مو له مثبتو فکرونو ډک کړئ. موږ باید زده کړو چې که مو ذهن له مثبتو فکرونو ډک کړ، د منفي فکرونو لپاره به هېڅ ځای پاتې نه شي. ستاسې ذهن ډېر لوی دی، اوس مو هم د ذهن ډېری کوټې ډکې دي او ډېر تش ځایونه هم پکې شته. همدا نن پرېکړه وکړئ چې ځینې پاک کارۍ او بدلونونه پکې راولی. تش ځایونه په مثبتو فکرونو ډک کړئ او په ډکو ځايونو کې هم یو څه سپړنه وکړئ، منفي او ناروغ فکرونه ترې لرې کړئ. زه نه وایم چې پر رښتینو منفي خبرو سترګې پټې کړی او داسې فکر وکړی چې اصلاً داسې کوم څه نشته. زه وایم تمرکز مه پرې کوئ او مه پرېږدئ چې ذهن مو تسخیر کړي.