کلونه وړاندې مې د فوټبال یوه لوبه کتله، د پلې اف لوبه، ډېره په زړه پورې وه. ډېر لږ وخت پاتې او مېلمه ټیم یوې نمرې ته اړتیا لرله، هڅه یې کوله چې په وروستیو شېبو کې ګول ووهي او د تېر په څېر بریالی شي. هغه لوبغاړي چې توپ یې په واک کې و، هڅه کوله د ژوند تر ټولو ځواکمن شوټ ته ځان تیار کړي. د مقابل ټیم پلویانو په لوړو اوازونو هڅه کوله چې فکر یې منحرف کړي. همدا چې ځان به یې ورته تیاراوه، لږ تر لږه اتیا زرو کسانو به یو ځل چیغې کړې، خو نوموړي خپل حواس را ټول کړي وو، له شور او ځوږ سره سره یې د ټلويزیون پر لوی سکرین د هغه د تېروتنو وېډیو هم پلې کړې وه، چې نوموړي په نورو لوبو کې تکرار کړې وې، خو کله یې چې شوټ وواهه، بریالی و. هغه وه چې لوبه یې وګټله.
له لوبې وروسته خبریال ترې وپوښتل، څه ډول دې د اتیا زرو کسانو له چیغو او شور سره سره، مبارزه وکړه او فکري توازن د ساتلی و؟
لوبغاړي يې په ځواب کې وویل:
ما هېڅ غږ نه اورېد، یوازې له ځان سره مې ویل، ته دغه کار کولای شې او ته یې د تر سره کولو وړتیا لرې.
خبریال ورته وویل، د ټلويزیون پر لوی سکرین دې د پخوانیو تېروتنو په اړه څه وایې؟
لوبغاړي په خندا سره وويل:
هغه مې وليدې، خو په اړه مې یې نه فکر وکړ او نه مې چندانې ارزښت ورکړ. تاسو هم د خلکو غږونه مه اورئ او په تېر کې مو د تېروتنو په اړه ډېر فکر مه کوئ. پر ښو خبرونو باور وکړئ او پر منفي هغو بیا تمرکز مه کوئ.