ډېری وخت چې موږ نورو ته ګورو، له ځان سره وایو: هې! دا څومره ښه او ځانګړی (خاص) دی، خو زه بیا ډېر معمولي یم. دا سمه ده چې هغوی به په ځینو برخو کې ځانګړي وي، خو کومې ځانګړتیاوې او ښېګڼې چې تاسې یې لری، هغوی یې نه لري. تاسې په خپل ذات کې بې بېلګې یاست. تاسې د وړتیا څښتن او جذاب یاست او تاسې په ځانګړي دقت او ځانګړي ظرافت جوړ شوي یاست. لازمه نه ده چې موږ یوازې نور خلک وهڅوو، ستاینه یې وکړو او لوی یې معرفي کړو.
که څه هم چې دا ښه کار دی، خو د ځان ستاینه او ځان ته پاملرنه کول بیا ضروري دي. کله چې خدای پاک ښایست او وړتیاوې وېشلې، داسې نه ده چې تاسې یې له پامه غورځولي وی. خدای پاک په تاسې کې داسې څه ځای پر ځای کړي دي چې ستاسې د ځلېدو لامل کېږي. تاسې هم کولای شی یو غښتلی سوداګر، بریالی کار پنځوونکی، زړه سواندی ښوونکی او یا یوه فوق العاده مور شی. پر هغه څه چې تاسې یې نه لری او نور یې لري، تمرکز مه کوئ.