ډېر کله فکر کوو، که مو ډېرې پيسې لرلای، هیلو ته به مو خامخا رسېدلي وای، که مو تر دې لوی کور درلودی، په ژوند کې به خوښ وای، که مو ښه وړتیا لرلی، ښه شخصیت به مو درلود او که مو ښه انسانان پېژندلی، لوی لوی کارونه به مو کړي وای؛ خو کله چې فکر کوی دغه څه نه لری، د کمښت احساس کوی، دا نو بیا تر ټولو ښې پلمې دي، څو له هڅې لاس واخلی. له دې وروسته باید یو نوی لیدلوری ولری، خدای پاک تاسې ته هغه څه درکړي چې اړتیا ورته لری. تاسې وړتیا، ملګري، اړیکې، سرچینې او د اړتیا وړ کافي تجربه لری. دا په دې مانا هم نه ده چې ستاسې د اړتیا وړ شيان یوازې همدا دي.
کېدای شي راتلونکې میاشت یا راتلونکی کال له دې ډېرو شيانو ته اړتیا پیدا کړی. کله یې چې وخت را ورسېږي، خدای پاک یې هرومرو درکوي. هغه کسان چې پر خدای پاک ایمان او باور لري، هېڅکله په خپل وجود کې د کمښت او کمبودۍ احساس نه کوي. کله چې تاسې پر خدای پاک ایمان او باور ولری، بیا نو اړتیا نشته چې د کمښت او یوازیتوب احساس وکړی. هرڅه ته چې اړتیا ولری، خدای پاک یې تاسې ته د اړتیا پر مهال درکوي.