زما یو ملګری کب نیوونکی دی. هغه د خپل کور په بېلابېلو کوټو کې پر دېوالونو د ټولو هغو کبانو لوی لوی عکسونه بند کړي، چې په ډېرې سختۍ یې پر نیولو بریالی شوی او دا یې د ځان لپاره یو ویاړ باله. یوه ورځ یې کور ته ورغلم، پوره یو ساعت یې په کوټو ګرځولم او د هر کب د نیولو صحنه یې راته تشریح کوله. هغه به راته ویل، له دې لوی شین رنګه ماهي سره یې پوره یو ساعت تېر کړی، خو بیا هم وتوانېد ویې نیسي، دا مخامخ زرین کب چې ګورې سخت مې تېرويسته، ډېر هوښیار و، خو بیا هم رانه خلاص نه شو. د هر ماهي د نیولو بېله کیسه یې لرله. هغه په تېر ژوند کې ډېر کوچني کوچني کبان هم ښکار کړي وو، خو د یوه یې هم عکس پر دېوال نه و بند کړی، بلکې یوازې د لویو کبانو عکسونه یې بند کړي وو، هغه چې د ځان لپاره یې بریا بلله او ارزښت یې ورته درلود. واړه کبان چې ارزښت یې نه ورته درلود، هېڅ یې په اړه خبرې نه کولې.
دغه راز خدای پاک هم زموږ په حق کې ډېر لوی لوی کارونه کړي دي. هغه زموږ ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي، قدرت او عقل راکوي او په امن کې یې ساتلي یو. موږ ټول د هغه د شکر پوروړي یو.