نن سهار چې له کوره راتلم د سړک یوې ډلې کار کوونکو زما پام ور واړاوه. د کارګرو مشر ښه ورځ نه وه پیل کړې. کارګرو پر سړک باندې کار کاوه او ګڼه ګوڼه یې جوړه کړې وه. د یو ملي بس چلوونکي د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله یو پر بل پسې هارنونه وهل. د کارګرو مشر چیغه کړه او د سړک په غاړه ولاړې پایې ته یې لغته ورکړه. هغه یو غوسه ناک انسان و. وروسته یې پر خپلو کارکوونکو هم ور پړچ وهل، دوی ته ډېر په غوسه و او په یوه ساه یې خپلې لاړې ځمکې ته تف کولې. د یو لېوني په څېر یې چیغې وهلې. کارګران په داسې حال کې چې خپل سرونه یې ښکته ځړولي وو، پر کار بوخت وو. له ځان سره مې فکر وکړ، د کارګرو مشر به د روانو خلک په نظر څه ډول ورغلی وي؟ خپل قهر او ناولې غوسه یې په عام محضر کې د سړک د پاسه نورو ته ښودله. کیدای شي نن په ورین تندي کور ته هم لاړ نه شي. کېدای شي چې خپلو اولادونو ته هم په غوسه شي او چیغې ورباندې وکړي. داسې ژوند وکړئ چې د خلکو لپاره یوه ښه بېلګه و اوسی، نه د نفرت نمونه.